ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ،د امریکا په ییل او نیویارک پوهنتونونو کې په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم د نسل وژنې په دام په اعتراض کې په تیرو څ و ورځو کې د فلسطین ملاتړي لسګونونو محصیلین نیول شوي دي چې په نورو پوهنتونو کې ئې هم د محصیلینو کرکه او غوسه پارولې ده.
د لندن ګارډيّن ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي دي، دکولمبیا پوهنتون د محصیلینو له ځپلو وروسته ، د امریکا دنورو پوهنتونونو محصیلینو له اعتراض کونکو سره د پیوستون په اعلانولو سره ، دخپلو پوهنتونونو له مسئولانو غوښتي دي ،څو په غزې تړانګې کې دې د اوربند له ټڼيګیدا څخه ملاتړ وکړي.
د امریکا په زیاتره پوهنتونو نو کې له تیرو څو اونیو راهسې د فلسطین ملاتړي محصیلین همداراز په امریکا کې د اسرائیلو له نسل وژونکي رژيم سره د اړونده شرکتونو دحذفیدا غوښتنه کوي او داسې کومه ورځ نشته چې دامریکا په پوهنتونونو کې د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم په ضد او د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کې د محصیلینو اعتراضونه او مظاهرې ونشي. د امریکا د برآؤن، پرینسټن، نارت ویسټرن پوهنتونو پشمول په لسګونو پوهنتونو کې محصیلینو په دې باب د امریکا واکوالان له جدي چیلنجونو سره مخ کړي دي.